آسيايي- اروپايي سرمشريزه د اوکراين کړکېچ تر سيوري لاندي
۱۳۹۳ مهر ۲۵, جمعهپه آسيايي - اروپايي ليدنه کتنه کې د دواړو وچو د ۵۳ هيوادونو دولتي او حکومتي مشران سره راټول شول او پر خپلو گډو اقتصادي او سياسي گټو باندي يې خبري وکړې. خو دغه غوڼده تر زياتې کچي د اروپا د دوو ولسمشرانو حضور ته سخته تلوسه درلوده.
د روسيي ولسمشر ولادمير پوتين او د اوکراين ولسمشر پيترو پوروښينکو، هغه دوه مشران دي چې په تيرو مياشتو کې نژدې ول چې اروپا يوې بلي پوځي مقابلي ته ټيل وهي.
د اوکراين او د دغه هيواد په ختيځ کې د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ وروستي اوربند سمدلاسه د دغه کړکېچ د پای ته رسولو له پاره يوه هيله پيدا کړه. په پام کې دي چې نن د آسيايي - اروپايي غونډي په څنډه کې پوتين او پوروښينکو سره وويني.
دغه دواړه مشران به له هغه وروسته د اروپايي اتحادېې له نورو مشرانو سره وويني. د جمعې د ورځي غونډي کوربه توب د ايتاليا د صدراعظم ماتيو رينزي پر غاړه ده. په دغه غونډه کې به د بريتانيا صدراعظم، ديويد کامرون، د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند، د آلمان صدراعظمه، انگلا ميرکل او د اروپايي ټولني کميسيون مشران هم برخه ولري.
اروپايي مشرانو د پنجشنبې په ورځ د خبرو اترو په لومړي پړاو کې گډون وکړ او داسي څرگنده شوه چې هغوی مسکو ته گوته ونيوله چې د اوکراين کړکېچ د حل په موخه د سپيني روسيې په پلازمېنه، مينسک کې د تيري مياشتي له اوربند څخه په پرله پسې توگه سرغړونه کړې ده.
د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل خبريالانو ته وويل: «دا په لومړي سر کې د روسيې دنده ده چې څرگنده کړي د مينسک پلان په ټينگه توگه مراعات کيږي.
له بده مرغه په دې برخه کې ډيري نيمگړتياوي ليدلي کيږي. خو اوس مهمه دا ده چې دلته بايد د ديالوگ په لټه کې شو.»
د غونډي په څنډه کې ديپلوماسي
د آلمان صدراعظمې د پنجشنبه په ورځ د آسيايي - اروپايي سر مشريزي تر پای دمخه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او اوکراين جمهور رئيس پيترو پورښينکو سره وليدل. پوروښينکو تر ملاقات وروسته وويل: «ملاقات ډير ښه تير شول، موږ د اوکراين له پاره د ستر ملاتړ نخښي نښانې وينو.»
له هغه وروسته چې د روان ميلادي کال په پيل کې روسيې، کريميا نيمه ټاپو له خپلې خاوري سره الحاق کړه، لوېديځ د روسيي پر ضد يو لړ اقتصادي بندېزونه ولگول. دغه بنديزونه له هغه وروسته نور هم پراخ او سخت کړل شول چې روسيې د اوکراين په ختيځ کې له روسي پلوو ياغاينو سره په جگړه کې مرسته وکړه.
مسکو دغه تورونه چې گويا د اوکراين په ختيځ کې له ياغيانو سره پوځي مرستي کړي دي، ردوي. خو د کرملين مشرتابه په عين وخت کې ويلي دي چې دا د روسيې حق دی چې په سيمه کې د روسي ژبو خلکو له گټو څخه دفاع وکړي.
د گازو د لانجې د حل هيلي
پوتين د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که چيري اوکراين د گازو له هغه ترانزيتي پايپلاين څخه د خپلي اړتيا د پوره کولو له پاره غلا ته دوام ورکړي، روسيه به پر اروپا باندي د گازو په صادراتو کې کمښت رامنځ ته کړي.
خو د روسيې مشر يادونه وکړه چې هغه «هيله من» دی چي خبره دې ته رسيږي: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هسي يو کړکېچ به رامنځ ته نه شي چي د انرژۍ په همکاري کي ملامتيا پر روسيي باندي واچوله شي.»
مخکي له دې چي پوتين د ايتاليا په ميلان ښار کې د «آسيايي- اروپايي» غونډي ته ورسيږي، د پخوانۍ يوگوسلاويا جمهوريت صربستان ته هم سفر وکړ. دغه هيواد ته د سفر په ترڅ کې د اوکراين له لاري اروپا ته د روسيې د گازو صادراتو ته په اشارې سره پوتين وويل: «دغه ترانزيت سخت له خطر سره مخامخ دی.»
اوکراين هم له روسيې څخه گاز اخلي، خو په دغي سوداگرۍ کې هغه د روسيې سخت پوروړی دی. روسيې ويلي دي که چيري کيف د گازو پخواني بيلونه تحويل نه کړي، نو پر اوکراين به خپل گاز بند کړي. دغه گواښ اروپايي هيوادونه هم اندېښمن کړي دي، ځکه چي د آلمان په شمول د اروپا اکثره هيوادونه له روسيې څخه گاز اخلي.