1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له امریکا څخه آسترالیا ته لسګونه مهاجر انتقالیږي

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

ټاکل شوې ده چې آسترالیا به په راتلونکو څو میاشتو کې له منځنی امریکا څخه لسګونه مهاجر قبول کړي. په دې سره به د امریکا او آسترالیا تر منځ د مهاجرینو په سر د توافق وروسته دا د مهاجرینو د منلو لومړی اقدام وي.

https://p.dw.com/p/2h63B
Australien Einwanderungsgesetz gegen Flüchtlinge ist geplant
انځور: picture-alliance/dpa/Rossbach/Krepp

آسترالیا به تیر کال د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره د مهاجرینو پر سر د شوي یو توافق له مخې له امریکا څخه یو نامعلوم شمیر مهاجرین ومني.

د دې مهاجرینو په بدل کې ټاکل شوې وه چې واشنګټن به د پاپه نیو ګیني او نارو ټاپو ګانو څخه د هغو ټولو مهاجرینو له ډلې څخه چې غوښتل یې د کښتیو له لارې آسترالیا ته ولاړ شي، شاوخوا ۱۲۵۰ مهاجرین ومني. آسترالیا په پام کې لرل چې په دې ټاپوګانو کې د مهاجرینو دغه کمپونه وتړي.

دوو سرچینو ویلي چې د ال سلوادور هیواد د مهاجرینو یوه ۳۰ کسیزه ډله چې اوس مهال په کوستا ریکا کې ځای پر ځای دی، په راتلونکو څو میاشتو کې آسترالیا ته انتقالوي او دوهمه ډله به هم ورپسې ژر آسترالیا ته واستول شي.

د آسترالیا د مهاجرت او کډوالۍ وزارت یوه ویاند پیټر ډوټن په دې هکله له تبصره کولو ډډه کړې او په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجرت او تابعیت د خدماتو د ادارې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نفوس او مهاجرت د ادارې چارواکو هم په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه هم په پاپو نیو ګیني او نارو ټاپو ګانو کې د ساتل کیدونکو مهاجرینو له ډلې څخه یو یې هم امریکا متحده ایالاتو ته د تګ له پاره نه دي تائید شوي. په دې دواړو ټاپو ګانو کې له منځني ختیځ او د جنوبي آسیا د ځینو هیوادونو مهاجرین میشت دي چې غواړي آسترالیا ته ولاړ شي.

Die Republik Nauru
د نارو ټاپو آسترالیا ته څیرمه پرته ده چې پکې ګڼ شمیر مهاجرین ساتل کیږيانځور: Getty Images/AFP/T. Blackwood

اوس مهال په کوستا ریکا هیواد کې شاوخوا ۲۰۰ داسې مهاجرین ژوند کوي چې د مرکزي امریکا په خپلو هیوادونو کې ورته ژوند مشکل دی. دوی د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واک په دوران کې دې ځای ته انتقال شوي وو.

د مهاجرت په هکله د آسترالیا حکومت په دې وروستیو کې سخت سیاست غوره کړی او داسې مهاجرین چې د کښتیو له لارې غواړي دې هیواد ته راشي، له ارزونې وروسته آسترالیا ته څیرمه د پاپو نیو ګینې او نارو ټاپو ګانو کې په جوړ شوو کمپونو کې ساتل کیږي. دغو مهاجرینو ته همدا راز ویل شوي چې دوی به هیڅکله هم په آسترالیا کې ځای په ځای نه شي.