1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا کډوال ليري ټاپوگانو ته لېږي

لوماس/ نسيم صابر۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه

د پناه غوښتونکو په برخه کې د استراليا نوې پاليسي د اګست په ۱۳مه نېټه اعلان شوه. د دغي پاليسۍ له مخي بايد «ټول غير قانوني سمندري مسافر» تر دې وروسته ټاپوګانو ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/173uH
انځور: picture-alliance/dpa

د استراليا حکومت د دغي پاليسۍ هدف دا دی، چې پناه غوښتونکي نور له اندونيزيا څخه د کښتۍ له لاري استراليا ته رانه شي. سربېره پر دې هغه غواړي چې په اوبو کې د خلکو د غرقېدو مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د۲۰۰۱ کال راهيسې۱۰۰۰ تنه په دې ډول مړه شوي دي. خو د حکومت پر دغو اقداماتو باندي نيوکې هم شوې دي. تر دغه اعلان وروسته ۸۰۰۰ تنه پناه غوښتونکي استراليا ته رسېدلي دي، چې دغه شمېر ډېر لوړ بلل کيږي.

دا چې د سمندر د غاړي په اوږدو کې د مهاجرينو يوازي لږ کمپونه شته، نو چارواکي دې ته اړ شوي دي چې پناه غوښتونکو ته موقتي ويزې ورکړي او هغوی د استراليا ټولنې ته هم راپرېږدي. خو هغوی د کار کولو حق نه لري او يوازي ډېري کمې مالي مرستې ورسره کيږي.

د استراليا د کډوالو او تابعيت د چارو وزير کريس بوون په سيدني کي خبريالانو ته وويل چې «د ځينو خلکو دوسيې به په استراليا کې پخپله د ټولني په منځ کې کتل کيږي، خو که هغوی په دغه پروسه کې پناه غوښتونکي هم وبلل شي، يوازي به موقتي ويزې ورکړل شي.»

استراليا او د بېړيو کډوال

د پناه غوښتونکو مسئله له ډېر وخت راهيسې په استراليا کې يوه حساسه موضوع ده. کله چې د کارګر ګوند په مشرۍ حکومت په ۲۰۰۷ کال کې قدرت ته ورسېد، نو د پخواني ليبرال حکومت دا پاليسي يې هم بېرته واخيستله چې له مخې يې د کډوالو دوسيې د ساحل په اوږدو کې څېړل کېدلې.

اوسنی حکومت کډوال بېرته لېږي. دغسې نوي اقدامات د حکومت له خوا تېر کال پلي شول چې غوښتل يې پناه غوښتونکي مالزيا ته ولېږي. د استراليا سترې محکمې دغه کړه وړه بالاخره غير قانوني بللي ول. د استراليا ډېری سمندري کډوال له سريلانکا، ايران، افغانستان، پاکستان او عراق دي، چې کېدای شي د بېرته لېږل کېدو په صورت کې له ستونزو سره مخامخ شي.

په تېرو اوونيو کې حکومت ۴۲۶ سريلانکايان بېرته ولېږل، چې اکثريت يې نه غوښتل بېرته ستانه شي. په دې ترتيب د بېرته لېږل شويو کډوال شمېر د اګست له ۱۳ مې نېټې راهيسې ۵۲۵ تنو ته رسيږي.

«دغه تګلاره ناورينو ته لاره هواروي»

له سيدني څخه۴۰۰۰ کيلومتره شمال لور ته، په «نايورو» ټاپو کي د ساتل شويو خلکو نارضايتي پر ډېرېدو ده. حکومت وايي چې د دوی د پناه غوښتنې قضيې کېدای شي پنځه کاله په بر کې ونيسي. په دواړو ټاپوگانو کي پناه غوښتونکو اوس د نه خوړو اعتصاب پيل کړی دی.

يو۲۶ کلن افغان چي ځان محمد سعيد معرفي کړی دی ويلي دي، چې وضع ډېره خرابه ده. د هغه په خبره ځينو خلکو«د ډېر زيات روحي فشار او بې عدالتۍ له وجي د چړو، سيګرټو او خپلو نوکانو د ايستلو له لارې ځانونه خوږوي.»

د نايورو ټاپو
د نايورو ټاپوانځور: picture-alliance/dpa

د بشري حقونو ډلو د «ناورو» په ټابو کې حاکم شرايط ظالمانه بللي دي. د بخښنې نړيوال سازمان د استراليا د کډوالو د چارو وياندې، الېکس پګليارو، له کمپ څخه تېره مياشت کتنه وکړه او ويل يې چې دا د خلکو ښېگڼو ته اندېښمنه ده، وروسته له هغې چې يوه نفر تېره مياشت هڅه کړې وه چې ځان ووژني.

پګليارو زياته کړه چې «دغه سړي خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي او په کور کې خپلو کورنيو ته هم اندېښمن دي. سربېره پر دې بايد هغوی خپلې ټکان ورکوونکې پېښې او شکنجې هم وزغمي، چې له امله يې تښتېدلي ول. دغه تګلاره ناورينو ته لاره هواروي.»

مېرمن پګليارو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د استراليا حکومت غواړي۱۵۰۰ کډوال د «نايورو» او ۵۰۰ نور د «مانوس» په ټاپوگانو کې ځای پر ځای کړي.