1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آزاد سوي بنديان طالبان نه دي

۱۳۸۹ تیر ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل گل لعل وايي،چي ازاد سوي بنديان بېگناه خلک دي...

https://p.dw.com/p/NzxL
انځور: picture-alliance/dpa

د سولي دملي مشورتي جرګي څخه دوې اونۍ وروسته د جرګې د هغي پريکړې پر بنسټ او د ولسمشر د فرمان له مخه د بګرام او پلچرخي د زندانونو څخه يوه ډله هغه بنديان چي د وسله والو طالبانو سره په تړاو نيول سوي ول آزاد سوي دي.

د دې لړۍ په پيلېدو سره دولت هڅه کوي ترڅو د وسله والو مخالفينو سره د روغي جوړي پروګرام ګړندی کړي.

ويل کيږي چي د بنديانو د آزادېدو په دې لړۍ کي به يو شمېر هغه کسان هم آزاد سي چي د دولت د مخالفينو په تور بندي سوي يا محکمې ورباندي دايري سوي دي، چي دا به د سولي پروسه نوره هم گړندۍ کي.

خو د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، چې هغه څه چي په فرمان کي راغلي دي هغه دهغو طالبانو پر دوسيو باندي کمېسيون غورکوي چي، پر هغوئ محکمې نه وي دايري سوي.

لعل ګل لعل زياته کړې چي، هغه کسان چي د طالب په نوم د زندانونو څخه آزاد سوي دي بېګناه دي.

د سياسي چارو کارپوه اجمل سهيل وايي چې د دولت دغه اقدام طالبانو ته د يو شين څراغ ښودل دي. د افغانستان ستونزه يوه استخباراتي لوبه ده او نسي کيدای په دغو ساده اقداماتو افغانستان ته سوله راوستل سي.

سهيل پدې اند دی چي کومه ډله طالبان چي آزاد سوي دي او يا هم په راتلونکي کي به خوشي کيږي دوئ اصلي طالبان ندي، بلکي هغه کسان دي چي د تيروتنو له امله زنداني سوي دي.

د بشري حقونو د سازمان مشر وايي چي، د سولي د راوستلو دپاره هغه اقدامات اړين دي چي، په رښتيا هم وکولای سي دواړو خواوو ته د ډاډ وړ فضا رامنځ ته کړي.

لعل ګل زياته کړې چي موږ هغو کسانو ته طالب ويلای سو چي د محکمو لخوا په بند محکوم سوي وي او که چيري داسي کسان د بند څخه خلاصيږي په دې صورت کي د طالبانو په وړاندې د دولت د سوله ايز دريځ څرګندويي کوي چي داسي نه ده.

د بيګناه کسانو آزادول د هغوئ قانوني حق دی.

د يادوني وړ ده چي د دولت دريځ په دې برخه کي روښانه دی، چي د فرمان د مخه د همدغي لړۍ په دوام سره به ټول هغه کسان چي د طالب په نوم بنديان سوي دي او تورونه ورباندي ندي ثابت سوي د بند څخه به آزاد سي.

انور بری پال/کابل